په کندهار کي د خپل هیواد، خپل تولید په نوم درې ورځنی نندارتون پرانیستل سو

د صیام بزنيس خدماتي شرکت مسئولین وايي، دا ډول نندارتون د هيواد په شپږ زونونو کي د کورنۍ توکو څخه د استفادې او پانګونې ستر کمپاین دی چي د خپل هېواد خپل تولید نندارتون او کنفرانس تر عنوان لاندې د کورنیو توکو د پرمختګ، د نوي محصلاتو پیژندني، د پانګونې فرصتونو، جذب او هڅوونې په موخه ترسره کیږي.

د صیام بزنس رئیس او د دې برنامې ترسره کوونکی صیام پسرلی وايي، دا نندارتون د افغانستان په کچه دئ، چي ۸۰ شرکتونه د مختلفو سکټورونو لکه زراعت، ټيکنالوجي، لاسي صنایع، پلاسټیکي توکي او نور له بېلابیلو ولایتونو څخه نندارې ته وړاندي سوي دي.

د کندهار والي حیات الله حیات هم د دې نندارتون پر اهمیت خبري وکړې او زیاته یې کړه، چي دولتي مامورین باید د داخلي تولیداتو څخه استفاده وکړي، تر څو د افغانستان اقتصاد وده ور سره وکړي.

هغه وویل، افغانستان په بهر کي د خپلو توکو له امله په ښه نامه یادیږي او دا افتخار د خصوصي سکټور دئ.

دغه راز د کندهار د صنایعو او کانونو خوني مرستیال، پانګه والو او نورو کسانو هم د نندارتون پر اهمیت او همدارنګه په کندهار کي د خصوصي سکټور پر وړاندي جدي ستونزو او حل لارو خبري وکړې.

دوی وویل، د خصوصي سکتور سره باید همکاري وسي تر څو د کورنیو تولیداتو کچه زیاته او وده وکړي چي ورسره به د هیواد اقتصاد هم پرمختګ وکړي.

له دې وړاندي هم په کندهار کي د کورنیو تولیداتو د بازارموندني او اقتصاد د پیاوړتیا په موخه نندارتونونه جوړ سوي او سوداګر هم د دا ډول نندارتونونو د زیاتوالي غوښتنه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...