رپوټ: مهتمم صالح
د ژمي په راتګ سره چي د سون توکو په خاص ډول ګازو تقاضا ډېريږي، بيي يې هم ورسره لوړيږي.
اوس د کندهار ښاراوسېدونکي وايي، چي په ښار کي د ګازو نرخونه لوړ سوي دي او پر مهال یې په شرکتونو کي نرخونه هم ثابت نه دي.
دوی وايي، په يوه شرکت کي يې کيلو په يوه بيه وي او په بل شرکت کي بیا په بله بیه خرڅېږي.
د مسئولينو څخه غوښتنه کوي، چي د ګازو بيي دي کنټرول او تر څنګ دي ورته ثابت نرخ وټاکي.
خو د کندهار د انحصاراتو ریاست رئیس محمد عثمان الکو وایي، چي په ښار کي د ګازو نرخونه د تيرو کلونو په پرتله ارزانه دي، چي په خبره یې پروسږ کال به دغه وخت يو کيلو تر شپېته افغانيو پوري وو، خو اوس په ۴۷ افغانۍ خرڅېږي.
هغه وايي، يوازي د ګازو اتحاديه د ځينو ستونزو له امله لغوه سوې ده، چي دوی کوښښ کوي چي بیرته يې جوړه کړي.
دغه راز د ګازو د شرکتونو د لغوه سوي اتحاديې مشر حاجي مسعود وايي، چي که څه هم اتحاديه لغوه سوې، خو په ټولو شرکتونو کي د ګازو نرخونه يو ډول دي.
د هغه په خبره، عموما په ژمي کي د ګازو بيي لوړيږي، ځکه چي په لارو کي پرتې ستونزي او تر څنګ یې د تقاضا ډېروالی د دې لامل سوی، چي د ګازو بيي لوړي سي.
حاجي مسعود وایي، چي پر اتحاديې باندي د خلکو باور هم زیات وي، خو که اتحاديه نه وي، د خلکو باور نه وي، ځکه که يو شرکت ارزانه هم ګاز پلوري خو خلک دا فکر کوي، چي بل شرکت به تر دې هم ګاز ارزانه خرڅوي.
شاوخو مياشت کیږي، چي په کندهار کي د ګازو اتحاديه لغوه سوې ده، خو مسولین وايي، اوس هم دوی ټولو هغه شرکتونو ته نرخونه ورکوي، چي مخکي يې د اتحاديې غړيتوب درلودی.
په دغه اتحاديه کي د کندهار يوولس د ګازو لويو شرکتونو غړيتوب درلودی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون