د کندهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې پر رئيس د رشوت اخیستني تور پوري سوی دئ

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار د اداري اصلاحاتو په ریاست کي د سل زره افغانیو مالي فساد موضوع له همدې ځایه پيل سوې.

د نوموړي ریاست د ټرانسپورت قرار دادي حاجي شېر محمد وايي چي د خپلو وسایطو د کرايې د پیسو د ترلاسه کیدو پر مهال د کندهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې رئيس میوند تسل د خپلو پيسو د حوالې په مقابل کي د یو لک افغانیو رشوت غوښتنه ورڅخه کړې ده.

دی زیاتوي چي د تېر یوه کال راهیسې يې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست ته ۲ عرادې تېز رفتاره موټران په قرار داد ور کړي دي، چي اوس يې د قرار داد له مخي خپلي پيسې نه سوای اخیستلای.
د مالي فساد د دې پېښي په اړه خپله د کندهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس ميوند تسل ضد او نقیض څرکندوني لري.

نوموړی په یوه ځای کي وايي چي د قرار دادي شخص په اسنادو کي ستونزه ده، خو بل ځل بیا وايي چي دی حاضر دی ټولي پیسې قرار دادي ته وسپاري.

د کندهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په ریاست کي د مالي فساد د پیښي پر مهال د کندهار د ولايتي شورا غړی نعمت الله وفا هم په ياد رياست کي موجود وو.

هغه هم وايي، چي کله ده د رئیس څخه د دغه فساد په اړه پوښتنه کول، هغه ورڅخه وتښتېدئ.

وفا وايي، چي دی دې رياست ته د څلورم او پنځم بستونو د نظارت له پاره تللی وو، خو د دغه پېښي سره مخ سو.

وفا وايي چي د ولايتي شورا له لاري غواړي د کندهار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د رئیس یاده موضوع عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کړي.

موږ یاده موضوع  د کندهار د والي حيات الله حيات سره هم شریکه کړه

هغه يې په اړه هیواد تلویزیون ته وویل، چي دوی يوازي د ټولنيزو رسنیو د لاري خبر سوي دي، خو که قراردادي او يا هم ولايتي شورا ورته شکايت وکړي، دوی به موضوع په جدي توګه وڅېړي.

خلک اندېښنه لري او وايي په هغه ادارو کي چي دنده يې په نورو دولتي ادارو کي اصلاحات راوستل دي ښکاره مالي فساد لویه اندېښنه ده.

د کندهار ښآر اوسیدونکي وايي چي که په د دولتي ادارو څخه فساد ورک نسي هيڅکله به يوه سالمه اداره په وجود رانسي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...