په کندهار کي د بشر حقوق کمېسيون مسئولين: په دغه ولايت کي د کډوالو اوسنی حالت د اندېښنې وړ دئ

رپوټ: مهتمم صالح

کندهار ته د پاکستان او ايران څخه د راغلو کډوالو تر څنګ ډېر شمېر داخلي بې ځايه سوي هم د جنګونو او وچکالیو له امله راغلي دي، چي دلته د ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د کندهار د بشر حقوق خپلواک کمېسيون سرپرست شمس الدين تنوير د کډوالو او داخلي بې ځایه سوو اوسنی حالت د اندېښنې وړ ګڼي او وايي، ژمی راتلونکی دئ، خو دغه کډوال د سرپناه ځای نه لري.

دی وايي، کډوالو او بې ځايه سوو ته اوليه او عاجلي مرستي هم نه دي رسېدلي، چي مسولي ادارې بايد په دغه برخه کي ډېره پاملرنه وکړي.

تنوير وايي، ښايي د ډېرو کډوالو او بې ځايه سوو کوچنيان د يخ له امله خپل ژوند د لاسه ورکړي، چي دا يو بشري ناورين ګڼل کيږي.

دغه راز کډوال او بې ځايه سوي هم وايي، دوی له سختو ستونزو سره مخ دي، خو مسولو ادارو ورته پاملرنه ده کړې.

دوی وايي، دولت دي ورته د خوراکي توکو او سرپنا زمينه برابره کړي، چي دوی ژمی او د يخ شپې په ارامۍ تيري کړي.

د دوی په خبره تر اوسه ورسره هيڅ ډول مرسته هم نه ده سوې، خو ځيني کسان د دوی پر سر پيسې او مرستي راباسي چي بايد د کډوالو چارو رياست يې مخه ونيسي.

په کندهار کي ډېر شمېر د هغه کورنيو ښځي او کوچنيان چي له نور ولايتونو څخه راغلي دي د يوې ګولې ډوډۍ د پیدا کولو لپاره خلکو ته د خيرات غوښتلو لاس غوځوي.

دوی وايي، د کورنۍ سرپرتان یې په جنګونو کي د لاسه ورکړي، نو له مجبورۍ څخه خيرات ټولوي.

x

دا هم وګورئ

ډونالډ ټرمپ د ولسمشر غني څخه د استادانو د خوشي کېدو په اړه مننه کړې ده

د امریکا ولسمشر ټرمپ په یو ټویټ کي د افغان امریکایي پوهنتون د استادانو د ...