یوناما د افغانستان د نوي ادارې سره ګډو همکاریو ته ژمنه ده

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو استازولي “یوناما” په یوه وینا پاڼه کي ویلي، چي دا ټولنه د افغانستان له راتلونکي ادارې سره ګډ کار ته چمتو ده، خو له ټاکنیزو ادارو ئې غوښتي چي د رایو د بیا شمېرنې او ارزوني بهیر په تړاو د نوماندانو د سپیناوي غوښتنو ته پام وکړي.
په اعلامیه کي پر دې هم ټینګار سوی چي د ټاکنو د وروستیو پایلو په تړاو هر ډول ننګونه به د هېواد له قوانینو سره سمه وي او د اساسي قانون پر بنسټ په هيواد کي د ثبات او ملي یووالي په ګټه مخي ته سي.

یوناما وايي، “ملګري ملتونه دي ټکي ته په اشارې چي د نوماندانو، د ټاکنو د مدیریت کوونکو ادارو، رسنیو، مدني ټولنو او نورو فعالینو په ګډون د ټاکنو پروسه د ټولو ښکيلو اړخونو یو ګډ مسئولیت دئ، د منظم بهیر پر ارزښت چي د وروستیو پایلو د اعلان سبب سي او په ورته وخت کي په راتلونکي دوره کي د ملي انسجام پر ارزښت ټینګار کوي”.

دغي ادارې ویلي، ملګري ملتونه د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کي د ټاکنیز بهیر د وروستیو پایلو د اعلان اړوند د هر ډول ستونزو د حل پر ارزښت ټینګار کوي او “یوناما به د افغانستان د ټاکنیزو بنسټونو او د هغوی د کار ملاتړ کړی او خپلي همکارۍ ته به په راتلونکي دوره کي دوام ورکړي.”

x

دا هم وګورئ

ډونالډ ټرمپ د ولسمشر غني څخه د استادانو د خوشي کېدو په اړه مننه کړې ده

د امریکا ولسمشر ټرمپ په یو ټویټ کي د افغان امریکایي پوهنتون د استادانو د ...