د هغو افغانانو شمېر به لا زیات سي چي په بېړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کړی چي په راتلونکو میاشتوکي به د هغو افغانانو شمېر لا زیات سي چي به بېړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د ملګرو متلونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې (اوچا) ویلي چي په افغانستان کي د هوا د یخېدو، د جګړې د دوام او طبیعي افتونو د زیاتېدو له امله بشري مرستو ته د خلکو اړتیا د زیاتېدو په حال کي ده.

دې ادارې پرون د (نوومبر ۲۳مه)، په افغانستان کي د وضعیت په اړه یو رپوټ خپور کړ.

د ملګرو ملتونو د سازمان دا اداره په هغو هيوادونو کي چي بحرانونه روان دي، د بشري مرستو رسولو هڅي کوي.

اوچا ویلي چي په افغانستان کي په دریو میاشو (اګست، سپټمبر او اکټوبر) کي له دریو وګړو یو وګړی د خوراکي توکو له قحطۍ سره مخامخ وو.

د دې سازمان په وینا، سره له دې په افغانستان کي د تېر یوه کال په پرتله وضعیت یوڅه سم سوی، خو بیا هم لږترلږ ۱۲ اعشاریه ۶ میلیونه افغانان په بحران کي یا په داسي حالت کي چي په بېړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري، ګڼل سوي دي.

خو د ملګرو متلونو د دې ادارې په پروني رپوټ کي چي رسنیو ته استول سوی، ویل سوي چي د روانی  (نوومبر) تر راتلونکي پسرلي (مارچ) پورې به د هغو افغانانو شمېر ۱۳ اعشاریه ۹ میلیونو ته لوړ سي، چي خوراکي توکو ته اړتیا لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...