هرتيک روشن د رسنيو او خبريالانو څخه ځان پټوي

شفيق صديقي

هريتيک روشن يو ځل بيا د خبريالانو څخه بچ سو. د کنګا رناوت د يو څو خبرو، چي په ده پسي يې کړي وې اوس نوموړی دې ته اړ او مجبوره کړی دی، چي د رسنيو څخه په پټه خوله تېر سي او په هغه اړه د معلومات غوښتلو څخه ځان وباسي.

په اصل کي ۲ ورځي وړاندي ښاغلی هرتيک روشن يوې غونډي ته ورغلی وو، نو ددې غونډي مسوولينو ته يې اول لا ويلي وه، چي دلته د رسنيو سره خبرو ته اماده نه دی او نه غواړي، چي د هيڅ شي په اړه خبري ورسره وکړي. کله چي هلته موجودو خبريالانو وغوښتل دده سره خبري وکړي، خو ده د هيڅ خبريال پر سوال غوږ ونه نيوی او د هغه ځايه څخه يې ځان د سترګو په رپ کي وايستی.

چي رښتيا سي، د کنګا رناوت د هغه خبرو وروسته چي په نوموړي پسي يې کړي وې او په خپلو خبرو کي يې ده ته توهين کړی وو، دا د هرتيک اول وار نه دی، چي رسنۍ يې صرف نظر وګرځولې، بلکي څو اوونۍ مخکي يې د پلار په کليزه کي هم داغسي کار وکړ، سر يې کښته نيولی وو او په موټر کي کښېناستی. بايد وويل سي، کنګا چي کومي خبري کړي وې، هغه د دوی دواړو د تيرو اړيکو په اړه وې.

x

دا هم وګورئ

کنګنا رناوټ غواړي چي د خانانو سره دوستي وکړي

د بالیوډ سینما وتلي اداکاره کنګنا غواړي چي د  خانانو سره کار ته ادامه ورکړي، ...