د ډيپيکا په ګوته (چلې) د مينه والو ګمانونه را پيداکړي دي

شفيق صديقي

د خپلو ملګرو سره د ډيپيکا پاډکون دا د خوشحالۍ تصويرونه خو عام دي، ددې عکسونو په ليدلو سره د ډيپيکا مينه وال يو ډول په فکر کي سوي دي او علت يې هم ددې اغلي په ګوته دا چله ده.

بلې هو دغي چلې حيرانتيا منځ ته راوړې ده او سوال دا پيدا کيږي، چي ايا دا چله خو به رنوير سينګ ډيپيکا ته نه وي ور په ګوته کړې؟ د ځينو په فکر ويل کيږي، چي ممکن دا چله رنوير لندن ته د دوی دواړو د يو پټ سفر پر مهال ور په ګوته کړې وي.

د دوی په هکله دا شکونه پر ځای او منطق لري، ولي چي هندي رسنيو د دوی دواړو يو څو داسي تصويرونه په پټه کامره نيولي دي، چي په هغه کي ددې دواړو اداکارانو مينه او ګرانښت په واضح ډول معلوميږي.

په هر صورت دا خبره دي پر خپل ځای وي، ددې چلې په راز رنوير او ډيپيکا تر بل هر چا ښه پوهيږي، چي څنګه موضوع ده؟ خو د دوی د مينه والو دا هيله ده، چي دا خبري، شکونه او ګمانونه دي واقعيت ولري.

x

دا هم وګورئ

کنګنا رناوټ غواړي چي د خانانو سره دوستي وکړي

د بالیوډ سینما وتلي اداکاره کنګنا غواړي چي د  خانانو سره کار ته ادامه ورکړي، ...