جوزجان کي د داعش او طالبانو ترمنځ سخته نښته سوې ده

د جوزجان ولايت امنيتي چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په قوش تپه ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو او داعش ډلي ترمنځ نښته کي له دواړو لوريو ١٤ کسان وژل سوي او شاوخوا ٢٢ نور ټپيان دي.

د جوزجان د قوش تپې ولسوال امين الله وويل، د دواړو لوريو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځ ته سوې، چي داعش ډلي پرون ددغي ولسوالۍ په ګردن او شېربېک کليو کي د طالبانو پر اډو ډله ييز بريدونه وکړل. هغه زياته کړه: ((د يادو دواړو ډلو ترمنځ تر اوسه نښته روانه ده، چي د داعش ډلي اته کسان وژل سوي او ١٥ نور ټپيان دي.))

د قوش تپې د ولسوال په وينا، په دغه نښته کي شپږ طالبان هم وژل سوي او اووه نور ټپيان دي، چي اوسمهال وسله وال طالبان د شاتګ په حال کي دي او داعش ډلي تراوسه د ګردن کلى له وسله والو طالبانو نيولى دى. ياد سيمه ييز چارواکي وويل، لاهم د شېربېک کلي په څنډه کي د دواړو لوريو ترمنځ سخته نښته روانه ده.

د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري وويل، د وسله والو طالبانو او داعش ډلي ترمنځ د نښتي پر مهال د ګردن کلي يو پنځه کلن ماشوم او يو ٣٠ کلن سړى هم وژل شوي دي. هغه څرګنده کړه، د شېربېک او ګردن کليو خلک له خپلو کورونو د تېښتي په حال کي دي، چي ډېرى يې د درزاب ولسوالۍ مرکز، قوش تپې ولسوالۍ او د نواباد جرقدوق کلي ته کډه سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...