افغانستان کرکټ بورډ د لس اوريزو ليګ سيالۍ پیلوي

د افغانستان کرېکټ بورډ د ۱۳۹۸ل نوي کال په پار د «نوروز لس اوریزو» جام سیالۍ ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فيسبوکپاڼه خبر خپور کړی چي د نوي کال په مناسبت او د نوي کال لمانځلو په پار به د «نوروز» لس اوريزې سيالۍ پېل کوي.
که څه هم افغان لوبډله په يو ورځنۍ او ټيسټ لوبو کي زياتو تمريناتو ته اړتيا لري خو بيا هم د لس اوريزو ليګ پېلول نادره ده، خو ويل کيږي چي ځوانانو ته د تفريح په خاطر دغه ليګ ترسره کيږي
د افغان کرکټ بورډ لخوا نور معلومات نه دي ورکړل سوي خو ويل کيږي چي دغه سيالۍ به د ايرلينډ سره له سياليو وروسته په کابل لوبغالي کي ترسره سي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...