ډیاګو فورلان د فوټبال څخه تقاعد سو

رپوټ: اسدالله نوري
۴۰ کلن یوروګوايي لوبغاړي ډیاګو فورلان خپله تقاعدي اعلان کړل او وې ویل، چي د فوټبال سره مخه ښه زور غواړي، خو دا چي د عمر تقاضا ده، نو مجبوره دئ، چي ځان تقاعد کړي.
فورلان د یوروګوای ملي لوبډله په (۲۰۱۰) نړیوال جام کي څلورمه کړل، چي په دې سره ئې نه یوازي د د ټول نړیوال جام د غوره لوبغاړی جایزه وګټل، بلکي د ده یو ګول د ټول جام ټاپ ګول هم سو.
ده  په (۲۰۱۱)م کي په خپل هیواد کوپا امېریکا هم وګټل او د مسلک تر پایه ئې د ملي لوبډلي له پاره ئې په (۱۱۲) لوبو کي (۳۶) ګوله ولګول.
فورلان د مانچیسټر یونایټیډ، ویاریال او اتلاتیکو ماډریډ مهم لوبغاړی وو.
ده د مانچیسټر یونایټیډ سره په (۲۰۰۳)م کي پرېمييرلیګ وګټی او په (۲۰۰۹)م کي ئې د اتلاتیکو سره اروپا لیګ وګټی.
د یادوني وړ ده، چي فورلان په خپل ټول مسلک کي (۵۲۵) کلبي لوبي کړي دي او (۲۲۲) ګولونه ئې د لسو مختلفو کلبونو له پاره لګولي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...