د ننګرهار استناف څارنوالۍ مسئولین: په روان کال کي ۱۵ سوه د بیلا بیلو جرایمو قضیې ثبت سوي

راپور: میلاد حمیدي

د ننګرهار د استناف څارنوالۍ مسئولین خپل کلني راپور د وړاندي کولو په غونډه کي وویل چي د کال د پیل راهیسي تر دې دمه څه باندې ۱۵ سوه د جرایمو قضي ثبت کړي چي ۸۰۴ قضي څيړلي او پاته نور یې تر برسۍ لاندي دي په قضایوو کي۴۴۱  د سرقت جال او غصب قضي، ۴۶۳ قضي د مخدره توکو،د ښځو پروړاندي د تاوتریخوالي ۱۰۵ قضي،۶۳ اخلاقي جرایم، ۱۲۵ ټرافیکي جرایم او ۳۱۳ متفرقه جرایم شامل دي.

له دې سره یو ځای بیا د ننګرهار د ملي امنیت د څارنوالۍ مسئولین وایي چي د کال د پيل نه تر دې دمه ۳۰۸ زن قضي چي ۴۰۳ کسان هم پکښې شامل دي برسي کړي دي.

دوی وایي په دغه قضایایو کي ۳۳ قضيې د اختطاف چي په تور یې ۶۳ کسان نیول سوي او د دوه ګوني محکمې له لوري یې پر ۳ تنو د اعدام حکم صادر سوی.

خو اخواته بیا د ننګرهار مدني فعالان بیا د دوی دغه ارقام خیالي بولي او زیاتوي چي قانون یوازي پر غریبو پلي کیږي نه د زر او زور پر خاوندانو.

دوی وایي د څارنوالۍ کاروکونکي خپل استقلالیت نلري او د ولایتي مسئولین او د معافیاوي کړيو تر تاثیر لاندي دي.

د ولس باور بیا دادی چي ننګرهار کي د جرایمو د مخنوي لپاره چارواکي جدي اقدام نه کوي او مجرمین تل د پیسو په بدل خوشي کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...