Tag Archives: کابل

کابل: د پوځي پوهنتون د محصلينو پر موټر ځانمرګی بريد سوی دی

په کابل کي د مارشال فهيم پوځي پوهنتون مخي ته د محصلينو پر موټر ځانمرګی بريدکي ١٥ محصلين وژل سوي دي. دا ځانمرګى بريد نن شنبه ماپښين شاوخوا درې نيمي بجې دکابل ښار د پنځمي حوزې اړونده له قمبر څلور لاري سره د مارشال فهيم دفاعي پوهنتون مخ ته سوى دى. د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري وايي، ...

Read More »

فيصل: له هوايي حملو وروسته وسله والو طالبانو خپل تکتيک بدل کړی دی

افغان حکومت وايي چي وسله‎والو طالبانو په هوايي حملو کي د درنو تلفاتو له ليدو وروسته د جبهه ‎يي جګړو پرځاي د ځانمرګو حملو تکتيک غوره کړي. په تيره يوه اوونۍ کي په کندهار ، پکتيا، او غزني کي د طالبانو په حملو کي لسګونه افغان سرتيري مړه او ټپيان شول. د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاويدفيصل رسنيو ته وويل ...

Read More »

کابل: وزير اکبر خان کي چاودنه وسوه

د کابل ښار په زړه وزير اکبر خان سيمه کي چاودنه وسوه. امنيتي چارواکو تراوسه ددغي چاودني د نوعيت او هدف په اړه څه نه دي ويلي. تېر ماښام هم د کابل په دشت ارچي سيمه کي د شيعه ګانو په يو جومات کي چاودني ۴۰ کسان ووژل، همدارنګه د غور ولايت په يوه جومات کي هم چاودني ګڼو کسانو ...

Read More »

اجرائيه رئيس: امنيتي ځواکونه بايد مسلکي او غير سياسي وي

د حکومت اجرائيه رئيس د امنيتي ځواکونو پر مسلکي کولو او غير سياسي کېدو د ټينګار ترڅنګ وويل، د پرمختللو پوځي چارو زده کړه او مسلکي کول په هېواد کي د سولي د تحقق او امنيت خونديتوب لپاره اغېزمن دي. ډاکتر عبدالله عبدالله دغه مطلب پرون د کابل په پوځي تعليمي مرکز کي د ځوانو افسرانو د صحرايي تمرينونو او ...

Read More »

کابل: د چاودنو پرمهال ۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وايي، چي دغه چاودني د کابل ښار د دوهمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي سپين زر هوټل ته نږدې پر يوې امنيتي پوستې د درېيو لاسي بمونو د غورځولو له امله رامنځ ته سوي دي. هغه زياته کړه، چي د دغو چاودنو په پايله کي يو ملکي کس وژل سوی او دوه ...

Read More »

رباني: په حکومتي جوړښت کي اصلاحات اړين دي

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير او د جميعت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني د حکومت په جوړښت کي د اصلاحاتو پر اړتيا ټينګار وکړ او دا يې د ستونزو د حل مهمه لار وبلله. ښاغلي رباني د سولې د عالي شورا د پخواني مشر او د خپل پلار د شپږم تلين په مراسمو کي خبرې کولې ويې ويل ...

Read More »

د هند د صدر اعظم د ملي امنيت سلاکار افغان چارواکو سره ليدلي دي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند د صدراعظم د ملي امنيت سلاکار اجيت دووال پرون دوشنبه په کابل کي سره وکتل. د ارګ مطبوعاتي دفتر پر ټوېټر ليکلي چي دواړو خواوو د سيمه ييزي سولي او امنيت لپاره د هغو فرصتونو ستاينه کړې، چي د افغانستان په ګډون د ټولي جنوبي اسيا لپاره د امريکا دجمهور رئيس له ...

Read More »

برمک: د ځينو پوليسو سره مالي مرستي کيږي

افغان حکومت وايي، په پام کي لري په کابل کي د زرګونو کيلوګرامه چادوېدونکو موادو د کشف او ضبط په خاطر ځينو پوليس افسرانو ته فوق العاده رتبې ورکړي. د کورنيو چارو سرپرست وزير ويس احمد برمک په کابل کي يوه کنفرانس ته وويل، له ځينو پوليسو سره مالي مرستي کيږي. د کورنيو چارو وزارت وايي، تېره شپه په يوه ...

Read More »

وزيري: تر ګواښ لاندي سيمو لپاره منظم او اساسي پلانونه چمتو شوي دي

دفاع وزارت وايي، هغه سيمي چي د طالبانو له حضوره پاکيږي او يا هم تر ګواښ لاندي دي، د دايمي امنيت او ساتني لپاره يې منظم او اساسي پلانونه چمتو شوي دي. د دفاع وزارت وياند دولت وزيري رسنيوته وويل، تر راتلونکو دوو مياشتو پوري به سرحدي او د عامه نظم پوليس له دفاع وزارت سره يوځای کيږي او دغو ...

Read More »

ملي امنيت: په خاصو عملياتو کي لسګونه داعش وسله وال وژل سوي دي

د هيواد  د ملي امنيت عمومي رياست په خپله نوې خپره سوي خبرپانه کي په تيرو ۴۸ ساعتونو کي په بيلابيلو عملياتو کي د لسګونو وسله والو او داعش جنګياليو د وژلو او نيولو ادعا کړې ده. له ملي امنيت عمومي رياست څخه هيواد ټلويزيون ته په را استول سوې خبرپاڼه کي راغلي چي په تيرو ۴۸ ساعتونو کي ۱۱۸ ...

Read More »