ولسمشر يو ځل بيا ويلي، چي خلک له مخابراتي خدمتونو خوښ نه دي او د دغو خدمتونو پر ښه والي او چټکتيا يې ټينګار کړي. له ارګه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر محمد اشرف غني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له سرپرست او ځينو مسوولينو سره په کتنه کي هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندي ...
Read More »ولسمشر: ترهګري ډلي د انسان وژني پرته بله لاسته راوړنه نه لري
ولسمشر اشرف غني د کندهار د ميوند په ځانمرګي بريد کي د وژل شوو لسګونو سرتېرو په غبرګون کي ويلي، چي د دغو کړنو ترسره کوونکي له جنايت، وحشت او انسان وژني پرته کومه لاسته راوړنه نه لري او د نابودۍ په حال کي دي. په ميوند ولسوالۍ کي تېره اوونۍ د طالبانو د ځانمرګي بريد له امله د ملي ...
Read More »مشرانو جرګه: حکومت بايد د سولي د ټينګښت لپاره د اړيکو لاري خلاصي کړي
د مشرانو جرګې غړو په قطر کي د طالبانو د سياسي دفتر د تړلو په اړ اندېښنه څرګنده کړې ده او وايي، چي حکومت بايد د سولي د ټينګښت لپاره د اړيکو لاري خلاصي پرېږدي. د برېتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼي په دې وروستيو کي راپور ورکړى دی، چي په نيويارک کي د ولسمشر اشرف غني او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ليدو ...
Read More »پاکستان ته د ولسمشر سفر د مشرانو جرګې له غبرګون سره مخ سوی دی
پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني احتمالي سفر، د مشرانو جرګې د ځينو غړو له غبرګون سره مخ سوی دی. ددغ جرګې يو شمېر غړو تېره يکشنبه د جرګې په عمومي غونډه کي وويل، پاکستان اوس هڅه کوي، چي ځان د نړيوالي ټولني له فشارونه ګوښه کړي، خو افغان حکومت ته پکار ده، چي په دغه حساس وخت کي، د ...
Read More »ولسي جرګه د پاکستان وروستيو ژمنو ته د شک په سترګه ګوري
خبريال: سيد حميد هاشمي ولسي جرګه د افغانستان په اړه د پاکستان ژمنو ته د شک په سترګه ګوري او له ولسمشر اشرف غني غواړي، چي اوسنيو شرايطو ته په پام سره د ياد هېواد د پوځي چارواکو په غوښتنه دې پاکستان ته سفر ونه کړي. ولسمشر اشرف غني، يوه اوونۍ وړاندي د پاکستان له لوى درستيز جنرال قمر باجوه ...
Read More »کندهار: افغان ځواکونو ته بلک هاک الوتکي ورکړل سوې
په کندهارکي تېره شنبه افغان ځواکونو ته د بلک هاک جنګي الوتکو د ورکړي په مراسمو کي افغان ولسمشر محمد اشرف غني وويل، طالبان دي دا فکر له سره وباسي، چي افغان ځواکونه به مات کړي. هغه وويل، اوس د افغانستان د هوايي فضاء کنټرول د تورو بازانو تر واک لاندي راځي. په دغه مراسمو کي په افغانستان کي د ...
Read More »افغان ولسمشر: دکندهار پوهنتونونو ته به ټولي اسانتياوي برابروو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، تېره شنبه کندهار ته د خپل سفر پرمهال دافغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د کندهار پوهنتون د استادانو او محصلينو ستونزي واروېدې.ولسمشر ژمنه وکړل، چي د ټاکنو پر مهال د کندهار د ولس سره کړي ټولي ژمني به په تدريجي ډول عملي کړي.
Read More »ولسمشر: اوس هم د نشه يي توکو سره مبارزه کي ستونزي سته
د افغانستان ولسمشر د (سام) په درېيمه ناسته کي د امنيتي وړتياوو د يادوني ترڅنګ له فساد سره پر جدي مبارزه ټينګار وکړ او ويې ويل، چي د امنيت تامين، پر نړيوالو معيارونو ټاکنو ترسره کولو او د هېواد پرځان بسيايني لپاره جدي هڅه کوي. ولسمشر اشرف غني زياته کړه، چي افغان حکومت له سياسي، امنيتي او اقتصادي ننګونو سره ...
Read More »زاخېلوال: ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د سفر بلنه منلې ده
په اسلام اباد کي د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، چي ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د سفر بلنه منلې ده. حضرت عمر زاخېلوال رسنيو ته وويل، د تېري يکشنبې په ورځ په کابل کي د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه د ولسمشر سره په ليدنه کي نوموړي ته د پاکستان د حکومت لخوا پاکستان د ...
Read More »د اسټراليا ګورنر جنرال: اسټراليا د افغان کرکټ پياوړتيا ته ژمنه ده
ولسمشر غني وايي، د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا د متحد ايالتونو ستراتيژي داسي فرصتونه برابر کړي دي، چي له هغو څخه بايد په اغېزمن ډول استفاده وشي. ولسمشر اشرف غني د اسټراليا له ګورنر جنرال پيتر کاسګروف سره تېره پنجشنبه په ارګ کي د ليدني پر مهال دا خبره وکړه. د اسټراليا ګورنر جنرال د امريکا د ...
Read More »