راپورونه

په کندهار کي د کانونو ریاست مسٔوولین وايي، پر خپل سر د کانونو مخه يې تر ډیره نیولې

راپور: محمد یار مجروح په کندهار کي د ۳۵ ریګریشن فابریکو څخه اوس یوازي پنځه یا شپږ يې فعالیت کوي، هغه هم پداسي حال کي چي د ولسمشر له لوري د قراردادونو لړۍ پای ته رسیدلې او فابریکي نسي کولای بې له قرارداده د ډبرو کانونه راوباسي او کار وکړي. د ریګریشن یا د ډبرو د کانونو رایستونکي وايي، د ...

Read More »

په کندهار کي د ۹۰۰ خالي بستونو لپاره د ۲۶۰۰ کسانو څخه ازموینه واخستل سوه

راپور: سید حمید هاشمي د کندهار والي وايي، دغه ازموینه په لومړي ځل د بایومیتریک سیسټم  له لاري اخیستل کیږي چي  هیڅ ډول لاسوهنه به پکښي ونه سي. دا په کندهار پوهنتون کي لومړی ځل دی چي تر دوه زره زیاتو کسانو څخه د دولتي خالي بستونو لپاره د بایومتیریک سیسټم له لاري ازموینه واخستل سوه. کندهار والي تورن جنرال ...

Read More »

په کندهار کي د فوټبال د ودي او پرمختګ لپاره د نویو ځوانانو د فوټبال ټیمونه جوړیږي

راپور: نقیب صدیقي اوسمهال په کندهار کي د اي، بي او نولس کلنو منتخب ټیمونه جوړ سوي چي لومړی به په کندهار او وروسته به په کابل او اسیايي لوبو کي لوبیږي. د کندهار د فوټبال فدراسیون مسٔولین وايي، چي دغه نوي ټیمونه د نویو ځوانانو څخه تشکیل سوي چي د کندهار لپاره به ښه لاسته راوړني ولري. د کندهار ...

Read More »

سږ کال د وچکالۍ له امله په هلمند کي هیڅ باران نه دی سوی

راپور: جواد داوري د هلمند علماو او د سیمي اوسیدونکو د استسقا لمونځ د زرګونو اوسیدونکو په ګډون وکړ. علماو له خلکو وغوښتل چي د ښتونو ته ووزي دعا وي وکړي، چي د رحمت باران و اوریږي. سږ کال په هلمند کي د وچکالۍ له امله داسي باران نه دی اورېدلی چي د مځکي مخ لوند کړي. د هلمند زرګونو ...

Read More »

د دلوې ۲۶ له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو ورځ ده

راپور: محمد یار مجروح ۲۹ کاله مخکي د وخت د شوروي اتحاد یرغلګر ځواکونه له افغانستانه ووتل خو ترخې کیسي او ترخه یادونه يې لا پاته دي، د روسې لښکرو جنګي ټانګونه اوس د کوچنیانو د لوبو توکي ګرځیدلي. د شوروي اتحاد پوځونه د ۱۳۵۸ لمریز کال دجدي په شپږمه د منځني اسیا له هیوادونو څخه د ببرک کارمل په ...

Read More »

د زابل ولایت اوسیدونکو او دولتي چارواکو د شورویانو دماتي ورځ ولمانځله

راپور: نثار احمد څپاند دغه پراخه غونډه چي د کلات ښاروالۍ د غونډو په تالار کي جوړه سوې وه، پکښي د زابل دولتي چارواکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او سلګونو عامو خلکو برخه اخیستي وه. د دي ولایت مرستیال والي رحمت الله یارمل په خپله پرانیستونکي وینا کي وویل، چي په افغانستان کي د شورویانو ماته د افغانانو د ...

Read More »

د هیوا راډیو تلویزیون فعالیتونه مدني فعالانو او د خبریالانو د بنسټونو له خوا وستایل سوه

د هیواد ټلویزیون د یوولسمي کلیزي په لمنځغونډه کي دوی وویل، د دغه تلویزیون کارکوونکو په سختو حالاتو کي کار کړی او د هیوادوالو ستونزي یې راپورته کړي دي. په دغه مراسمو کي د هیواد راډیو ټلویزیون رئيس د دغه تلویزیون په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چي لا به هم هیواد ټلویزیون د خلکو خدمت ...

Read More »

زابل: عدلي او قضايي ارګانونو د خپلو فعالیتونو د زیاتوالي هڅي کوي

راپور: نثار احمد څپاند د زابل ولایت د عدلي او قضايي ارګانونو مسٔوولین وایي، چي د خپلو فعالیتونو د پراختیا، شفافیت او ښه والی لپاره یې هڅي ګړندۍ کړي دي تر څو خلګ د افغان دولت له خوا پر دولتي عدلي ارګانونو باور زیات سي په عدلي او قضايي ارګانونو کي د پراخ فساد موجودیت پر دغه ادارو باندي د ...

Read More »

د  کندهار ملي موزیم به د سیلانیانو پر مخ پرانیستل سي

د کندهار ملي موزیم د درې کسیزه لرغون پیژندني ډلي د کابو څلویښتو کاري ورځو په ترڅ کي جوړ او وروسته به د سیلانیانو په وړاندي پرانیستل سي. له بلي خوا مسٔولین وایي، چي په دغه موزیم کي د مختلفو دورو تاریخي اثار خوندي سوي دي چي د لرغون پیژندني یادي دري کسیزه ډلي په خورا وضاحت سره تثبیت کړي ...

Read More »

په کندهار کی مالداري د ګټي پر ځای له تاوان سره مخ ده

راپور: محمد یار مجروح مالداران وايي، له نورو سیمو څخه کندهار ته د څارویو له راتګ سره ناروغۍ ډیري سوي او که يې دولت مخه ونه نیسي، د مالداریو د ختمیدو ویره ورسره تړلي ده. بلخوا د کرني اومالدراۍ مسٔوولین وايي، دوی په هر موسم کي د څارویو د واکسین کمپاینونه ترسره کوي. کندهار یو له هغو سرحدي ولایتونو څخه ...

Read More »