روسیه وايي، چي ترهګري ډلي هڅه کوي له افغانستان د قاچاق کېدونکو نشه يي توکو پر کاروبار واک ولري.
د روسیې د فدرالي پولیسو ادارې ویلي، ترهګري ډلي هڅه کوي د نشه يي توکو قاچاق کنټرول کړي او په دې توګه نه یوازي دا چي، خپله مالي برخه قوي کړي، بلکي د وسلو قاچاق ته لاره هواروي او ځان ته لا ډېري مالي سرچینې پيدا کوي.
دغه اداره وايي، په منځني ختیځ کي داعش ډله کمزوري شوې ده اوس هڅه کوي د نړۍ په نورو ځایونو کي د مالي سرچینو په پیدا کولو سره ځان پياوړی کړي.
روسیه لا هم داعش ډله د سیمي لپاره یو خطر بولي او په وینا یې دوی په ټولو تر خطر لاندي سیمو کي اړین تدابیر نیولي دي او دغه ډلي ته به د ورانکارو فعالیتونو اجازه ور نه کړي.