په ختیځ کي د یوه داخلي برید پر مهال یو امریکایي سرتیری وژل سوی دی

په کابل کي د امریکايي ځواکونو له مطبوعاتي دفتر په رالیږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي دا پیښه پرون دافغانستان په ختیځ کي رامنځته سوې ده.

سرچینې زیاته کړې، چي دیوه داخلي برید پر مهال یې یو سرتیری وژل سوی او بل ټپي دی.

خو په خبرپاڼه کي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل سوي.

دا په وروستیو دوو میاشتو کي دویم داخلي برید دی چي پر امریکايي ځواکونو کېږي.

روان کال ټول ټال شپږ امریکايي عسکر وژل سوي دي.

د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر بیا پر پېښه خواشیني څرګنده کړې ده.

هغه ویلي په دغه ډول پېښو سره به د افغان ځواکونو له ملاتړ او روزنې لاس په سر نه سي او په وینا یې د افغانستان د ثبات او امنیت لپاره به خپلې هڅې دوامداره ساتي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...