د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کي د داعشیانو یو ډلمشر یاسر خراسانی له ۵ ملګرو سره یوځای وژل سوی

 

په ختېځ کي د پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانۍ په یوه بیان کي ویلي، چي د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کي د هوایي بریدونو په ترڅ کي د داعش ډلي یو تن قوماندان له ۵ تنه جنګیالیوسره یوځای وژل سوی او ۱ میل دهشکه یې له منځه وړل سوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چي د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکي تېره ورځ د ننګرهار ولایت خوګیاڼي ولسوالۍ وزیرو تنګي په سیمه کي د داعش ډلي په پټن ځایونو هوایي بریدونه ترسره کړي.

د داعش ډلي په ګډون د دولت ضد وسله والي ډلي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...