په کندز کي پخوانی ماستر پلان پلي کیږي

راپور: نورګل اندړوال

کندز ښار چي د شمال ختیز زون مرکز بلل کیږي دبسنټ ډبره  یې یوازی د سل زره کسانو لپاره ایښودل سوې وه خو د مودې په تیریدو سره دغه شمیره خورا لوړه سوه او ښار لا هم دپخواني پلان له مخي په خپل ځای پاته دی.

په دې ښار کي دامهال زیات و کم دشپږ لکه وګړوسره بیره دوه لکه ډول ډول موټر او تر شل زرو  زیاتي ریکشې  تګ راتګ کوي چی ډيری وخت په ساعتونو ددغه ښار ترمنځ لاري بندي وي.

دکندز قومي مشران او سوداګر وایي، که دلته د سردار محمد داود خان د وخت ماستر پلان تطبیق سي هم په دښار سیمه پراخهه سيا ا و بل به ګڼه ګوڼه هم کمه سي.
دکندز والي چي د آزادی څلی دکار دپیل ترڅنګ ویلي،  چي په نږدې شپو ورځو کي به په کندز يی ماستر پلان تطبیق کړي.

کندزیانو له والی غوښتنه وکړه چي دماستر پلان د تطبیق په برخه کي دي دهیڅ قومی مشر او سوداګر خبره نه مني ځکه یوشمیر کړۍ چي د ماستر پلان په تطبیق کي ورته شخصی زیان رسیږي په یوه او بل نوم د کلونو راهسي د ماستر پلان لغوه کوښښ کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...