د روزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کي مېشت د ملي اردو لسګونو سرتېرو ته له تېرو څه کم دوو میاشتو راهیسي خوراکې توکي نه دي رسېدلي او اوس له لوږې سره مخ دي.
خاص اروزګان ولسوالي له تېرو درېیو کلونو راهیسې کلابنده ده او اوس هلته یوازې د ملي اردو کمپ او د امنیې قوماندانۍ ودانۍ تر دولتي حاکمیت لاندي ده.
په خاص اروزګان ولسوالۍ کي مېشت د ملي اردو ځواکونو وویل، له تېرو دوو میاشتو راهیسي ورته اکمالات نه دي رسېدلي او نه د هغوی ستونزه هواره سوې ده.
په یاد کمپ کي مېشت د ملي اردو یوه سرتېري چي د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، وایې، چي له بد حالت سره مخ دي.
دغه سرتېری وایي، له ۴۵ ورځو راهیسې یې ډوډۍ نه ده خوړلې، یوازې یوه کم اندازه وریجې چې ور پاته دي ترې شوله پخوي او هغه هم د خلاصېدو په حال کي ده.
په خاص اروزګان کي د ملي اردو ځواکونو قوماندان سید کریم اغا هم وایي، چې سرتېري له لوږي سره مخ دي او ډېرى مهال واښه خوري.
هغه وايي، دوی څو ځلي له ولایت او حتی له مرکز کابل سره خپله ستونزه شریکه کړې ده، خو زياتوي چي تر دې دمه ورته حل لاره نه ده پیدا سوې.
سیدکریم اغا وويل، هره ورځ پرې طالبان ډله ییز بریدونه کوي، په ټوله ولسوالۍ کي یوازې د ملي اردو کمپ او یو کور چي پکښې د پولیسو قومانداني ده ، د دولت په واک کي ده.
هغه وایي، د ولسوالۍ ودانۍ د ملي امنیت ، معارف، او ټولي نوري ودانۍ د طالبانو په ولکه کي دي او ښار هم طالبانو کلابند کړی.
هغه په ولسوالۍ کي روان حالت بېړنی یاد کړ او د پاملرني غوښتنه یې وکړه.
په خاص روزګان کې روان حالت د دغه ولایت ولایتي شورا هم اندېښمنه کړې او ورته د پاملرنې غوښتنه کوي.
د ولایتي شورا رئس امیرمحمد بارکزي وایي، نه یوازي د روزګان په خاص روزګان کي روان وضعیت د اندېښني وړ دی، بلکي د دغه ولایت په یوشمیر نورو ولسوالیو کي د پوځ سرتېري له لوږي سره مخ دي او ورته اکمالات نه کیږي.
هغه وایي، دغه ستونزه یې څو ځلي د ولایت له مسوولینو او نظامي شورا سره شریکه کړې خو ورته پاملرنه نه ده سوې.
د روزګان ولایت مقام بیا دا نه مني چي خاص اروزګان ته اکمالات نه رسېږي، خو وایي چې ډېر ژره به ولسوالۍ ته ولسوال او د پولیسو مشر ولیږي.
د روزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وایي، ولسوالۍ ته پر وخت اکمالات رسیدلي او په دې برخه کې ستونزه نسته، خو زياتوي ، خاص روزګان ته یې ولسوال او د پولیسو نوی مشر به تر ټاکل کیدو وروسته ژر تر ژره ولیږي.
روزګان مرکز ترینکوټ سره د ټولو ولسوالیو لویې لاري د تیرو څه باندي دوکلونو راهیسي طالبانو تړلي او هلته دولتي اکمالات د الوتکو په واسط ترسره کیږي.