راپور: اجمل وصال
د تیرو دو میاشتو راهیسي دا پنځم ځل دی چي ددغه ولایت د غیره مسٔووله وسله والو کسانو څخه راټولي سوي د امنیې قومندانۍ اړوند وسلې او نظامي نقلیه وسایط رسنیو ته ښودل کیږي.
امنیه قومندان سمونوال محمد معروف احمدزی وایي، پولیسو د امنې قومندانۍ ۲۵ میله سپکي او درني وسلې د یوه ځایې غیره مسووله کس څخه په لاس راوړي او همدارنکه یې یو هاموی ټانک او دوه رنجر موټرونه هم ترې اخیستي دي.
احمدزی وایي، د غیره مسٔووله وسله والو کسانو پر وړاندي دا پنځم عملیات دی .
د روزګان دپولیسو مشر وایي، د غیره مسٔووله کسانو او زور واکو پر وړاندې مبارزه چټکه کړې ده او ډير ژره به هغه سلګونه میله وسلې چي ددغه ولایت امنیې قومندانۍ اړوند دي او دامهال د یوشمیر غیره مسووله کسانو په واک کي دي هم په لاس راوړل سي.
د معلوماتو له مخي لاهم ددغه ولایت د غیره مسٔووله کسانو څخه د پولیسو تر ۴۲۰ میله سپکي او درنې وسلي سته خو مسٔوولین وایې، د راټولو لپاره یې پروګرام ترلاس لاندي دي.