د کندهار په سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کي د افغان ځواکونو او ولسي خلګو کاروان دی چي په ګډه د افغانستان د خپلواکۍ ۹۹ کلیزه لمانځي.
په دغه کاروان کي زرګونو کسانو ګدون کړی دی.
ددې ولسوالۍ عام خلګ وايي، دا لمړی ځل دی چي په خورا شاندارو مراسمو دغه ورځ د افغان ځواکونو سره په ګډه په بولدک ولسوالۍ کي لمانځي.
پر همدې مهال د چټک غبرګون قطعې مسٔوولین وايي، د خپلواکۍ د ورځي د لمانځلو لپاره یې بشپړ امنیتي چمتووالۍ نیولي وو.
د چټک غبرګو د قطعې قومندان عصمت افغان وايي، په بولدک ولسوالۍ کي عام خلګ له افغان ځواکونو سره زیاته همکاري کړې ده.
دده په خبره د افغانستان د آزادۍ د ساتلو لپاره باید عام کسان او حکومت یو له بل سره همکاري وکړي او هغه چاته اجازه ورنکړي چي وران کاري کوي.
د هيواد خپلواکي ۹۹کاله مخکي د شاه امان الله خان په واسطه د وخت د مغروره او ظالم یرغلګر انګريز څخه د وخت او موقع څخه په استفاده په ډيره ميړانه او پوهه سره واخيستل سوه.
شاه داسي يوه موقع د دې کار لپاره غوره کړه چه نورو هیوادو هم له ده څخه په تقليد کولو ليچي را ونغاړل او خپلي خپلواکۍ يې واخيستلي.
که څه هم دا ورځي مخکي د عام ولس په ګډون په ښار کي د رسمي ګذشت یا شاخېز په تيريدو او ملي نغمو سره لمانځل کيدی خو دا لمړی ځل دي په سرحدي ولسوالۍ کي د عامو کسانو او افغان ځواکونو له لوري په ګډه لمانځل کیږي.