د هلمند امنيه قوماندان په مرکز لښکرګاه کي د يوې خبري غونډي په ترڅ کي وويل چي د يو لړ عملياتو په ترڅ کي د مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ ځينې سيمي بیرته له طالبانو نيول سوې دي.
ده وويل چي د يادو عملياتو په ترڅ کې د لښکرګاه ښار د بشران او باباجي په تصفيه سوو سيمو کي به پوستې جوړي سي او د نادعلي د چاه انجير سوېلي سيمي هم د امنيتي ځواکونو په کنټرول کي دي.
قوماندان وايي چي په دغو عملياتو کي تر اوسه ١٦ وسله وال طالبان او دوه امنيتي سرتیري وژل سوي او شپږ طالبان او دوه امنيتي سرتیري ټپيان سوي دي.