د کورنیو چارو وزیر وایي، غزني کي تر اوسه ۷۰ امنیتي سرتیري وژل سوي دي

 

ویس برمک چي نن یې په کابل کي یوه خبري کنفرانس ته خبري کولي وویل، چي غزني ته د تازه دمو امنیتي ځواکونو په رسېدو سره وضعیت کې مثبت بدلون راغلی دی او تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پوري به ټول ښار د وسله والو طالبانو له شتونه پاک کړي.

نوموړي د غزني د محبس او نورو دولتي ادارو د سقوط خبري اوازې او د طالبانو لخوا خپرې سوي درواغ ادعاګاني وبللې چي په خبره یې هیڅ حقیقت نه لري.

هغه وویل چي غزني ته له تازه دمو کمانډو ځواکونو سره د هېواد د ملي ځواکونو لوی درستیز محمد شریف یفتلي هم تللی دی او د وسله والو طالبانو پر ضد یې په ښار کې پراخ عملیات پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چي د غزنی کنټرول په ټولیزه توګه د امنیتي ځواکونو په کنټرول کي دی او په یاده څلور ورځنۍ جګړه کي یې تر ۲۰۰ ډیرو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

برمک د خپلو خبرو پر دوام وویل، چي غزني ته د نظامي مرستو تر څنګ خوراکي او نورې بېړنۍ مرستې هم رسېدلې دي. هغه ډاډ ورکړ چي په غزني کي جدي ستونزه نسته او تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پوري به ټول ښار کي وضعیت عادي حالت ته را وګرځي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...