د کندهارـ کابل لويي لاري د تړل کیدو له امله په کندهار کي سلګونه مسافر بند پاته دي

راپور: سید حمید هاشمي

دوی چي ښځي او کوچنیان هم پکښي شامل دي د سړک پر غاړه او مسجدونو کي شپي او ورځي تیروي.

دا په داسي حال کي ده چي د تیري ورځي راهیسي د غزني په ښار کي د جګړې له امله د یاده لویه لار د مسافرو پر مخ تړل سوې ده.

جمعه د غزني ولایت په ښار کي د وسله والو مخالفینو او حکومتي ځواکونو تر منځ د سختي جګړې له امله د کابل- کندهار لویه لار د مسافرو پر مخ وتړل سوه.

اوس مهال په کندهار ښار کي د نورو ولایتونو سلګونه مسافرین د لاري د بندیدو له امله بند پاته دي او پر څړک او مسجدونو کي شپي او ورځي تیروي.

په دغه مسافرو کي ښځي او کوچنیان هم شامل دي چي د ګرمي هوا او د ځای د نشتون له امله له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

دوی له حکومته غواړي چي یاده لار ژر تر ژره د مسافرو پر مخ خلاصه کړي.

بلخوا د ترانسپورتي شرکتونو مسٔولین وايي، چي دوی هر ورځ پر دغه لار سلګونه مسافر له کندهاره کابل ته انتقالوي خو اوس امینتي ارګانونه دوی ته د تګ اجازه نه ورکوي.

دوی وايي، په لویه لار جګړه ختمه سوې او که دوی ته اجازه ورکول سي نو ټول مسافرین به خپلو سیمو ته انتقال کړي.

د کابل کندهار لویي لاري په اوږدو کي د میدا وردګ، غزنی او زابل ولایتونو پراته دي چي هر ورځ په دغه لار سلګونه مسافر تګ راتګ کوي.

دغه لار که له یوې خوا د جګړو له امله کله ناکله تړل کیږي خو ډیری وختونه بیا د وسله والو شتون او د سړک خرابوالي نوري هغه جدي ستونزي دي چي مسافر يې له ډیره وخته په اړه شکایتونه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...