په روزګان کي د سولي د روان بهیر او پرمختګ څخه ملاتړ وسو

راپور: اجمل وصال

سلګونه روزګاني ولسونه دیوې غونډې پرمهال له ښکیلو خواو غواړي چي روانه جګړه نوره پای ته ورسوي او دسولي راتګ ته دي زمینه برابره کړي.

دوی وایي، د افغان دولت لخوا د سولي د راتګ لپاره هڅي نه یوازي د عامو اولسونو د تود هرکلي سره مخ سوي، بلکي په کابل او یوشمیر اسلامي هیوادونو کي د دیني عالمانو ناستي د طالبانو پر لیکو هم مثبت تاثیر کړی دی او زیات ملګری یې له جګړې لاس په سر سوي دې.

اروززګاني ولسونه وایي، اوس ددې وخت رارسیدلی چي ټول افغانان د دایمي سولي راتګ لپاره سره یوځای سي او رواني جګړی ته د پای ټکي کښیږدې.

په خبره یې، د سولي راتګ لپاره وروستو هڅو طالبان له جګړې لاس پر سر کړي او زیات شمیریې کور ناستي سوي دي.

د روزګان والي بیا وایي، که ولسونه سره یوځای سي نو ډیر ژر به دایمي سولي ته لاره هواره او د جګړې ټغر به ټول سي.

محمد شفیق اسدالله سعید وایي، په دغه ولایت کي تر پنځوس سلني زیات طالب جنګیالي د جګړو له لیکو وتلي او وسلي پر ځمکه ایښي دي.

هغه وایي، وروستی اوربند او د دیني عالمانو لخوا په کوردننه او بهر کي د جګړ پر ضد فتواوی ددې لا مل سوی تر څوزیات شمیر طالبان د جګړی لیکي پریږدي.

تمه سته چي د راتلوونکي لوي اختر په مناسبت افغان دولت او وسله وال طالبان یوځل بیا اوربند ته غاړی کښیږدي.

خو عام ولسونه بیا پر دې ټینګار کوي چي دایمي سولي راتګ ته دي لاره هوار سي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...