ایراني رسنۍ وایي، تهران د افغانستان د ترانسپورت له وزیر سره هوکړې ته رسېدلی، چي د ایران او افغانستان ترمنځ به په هوايي پروازونو کي ډېروالی راځي.
راپورونه وايي، چي دمګړی د ایران او افغانستان ترمنځ هره اونۍ تر نهو پوري پروازونه ترسره کېږي چي د وخت په تېرېدو به دا شمېره تر ۳۰ پورې واوړي.
ایراني چارواکو ویلي، چي افغانان او ایرانیان غواړي په فرهنګي او اقتصادي برخو کي خپلي اړیکي پراخي کړي نو همدې لېوالتیا او اړتیا ته په کتو یې ددغو پروازونو د ډېرولو پرېکړه کړې ده. افغان لوري هم ورسره منلې ده، چي له ایران سره به د پروازونو په شمېر کې ډېروالی راسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون