په تیره یوه میاشت کي په  فراه کي د غلچکي بریدونو له امله تر دیرشو ډیر کسان وژل سوي

راپور: غلام فاروق رسولي

د فراه ولایت چي څه موده مخکي د وسله والو لاسته د سقوط حالت ته رسیدلی وو اوس پکښي نوی ناورین پیل سوی چي د خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.

د دې ولایت د ولایتي شوار غړي وایي، په تیرو څو اونیو کي شاوخوا دیرش کسان په فراه کي په غلچکی بریدونو کي وژل سوي چي په خبره یې دا د دې ولایت د امنیتي او استخباراتي مسٔولینو کمزورتیا په ګوته کوي.

ښاغلی قانع وایي، یوازي تیره اونۍ  تر اوو ډیر کسان په غلجکي بریدونوکې وژل سوي .

نوموړی وايی، د دوی د معلوماتو له مخي په فراه کي تربل هروخت غلچکي بریدونه ډیرسوي چي د ښاریانو ژوند يې له ګواښ سره مخ کړی.

هغه زیاته کړه،  په وژل سووکسانو کي ملي پولیس، ملی پوځ ، ملي امنیت، د ملکي ادارو کارکوونکي  او ملکی خلک شامل دي .

د بلي خوا د دې ولایت د پولیسو چارواکي بیا هر څو په غلچکي بریدو کي د یو شمیر کسانو د وژل کیدو پخلی کوي، خو وایي د مخنیوي لپاره یې اقدامات پر لاس لري.

د بلي خوا د دې ولایت د ملي امنیت چارواکی بیا وایي، په تیرو څو ورځو کي یې د یوشمیر وسلو او مهماتو تر څنګ، پنځه کسان د سړو د قاچاق او وژلو په تور هم نیولي.

دا په داسي حال کي ده چي تیره ورځ په فراه ولایت کي د وسله وال موټر سایکل سپرو لخوا څلور پولیسو ته مرګ ژوبله وواښته.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...