د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، هغه موټرانو ته چي قانوني اسناد نه لري ورته په موقت ډول نمبر پلیټونه ورکول کیږي

راپور: نثار احمد څپاند

د زابل ولایت امنیه قومندان سمونوال محمد مصطفی مایار وایي، له بیلابیلو لارو یې د امنیت د سمون لپاره هڅي چټکي کړي دي تر څو د دې ولایت اوسیدونکي په ارامه فضا کي ژوند وکړي.

نوموړي وویل، په دې لړ کي یې د هغو موټرو ثبت او ورته د موقت نمبر پلیټونو ویش پیل کړی دی چي تر دې مهاله یې قانونی اسناد نه درلودل.

مایار زیاته کړه، په دې ډول به مخالفین ونسي کولای له ثبت سویو موټرانو څخه د نا امنۍ د پيښو په رامنځ ته کولو کي کار واخلي او همدارنګه جرمي پيښي او د موټر غلاوی به هم کمي سي.

امنیه قومندان وویل، په دې اړه یی د ترافیکو مدیریت ته لارښوونه کړې ده او په عملی ډول د موټرو ثبت پیل سوی دی.

پر همدې مهال د کلات ښار یو شمیر موټر چلوونکی هم د حکومت له دې اقدام څخه خوښ دي او زیاتوي چي دوی به ژر تر ژره خپل موټرونه ثبت کړي.

څو تنو په دې اړه له رسنیو سره په خپلو خبرو کي وویل، چي د هر قانوني کار ملاتړ کوي ځکه په دې ډول عام خلګ له ناوړه پيښو څخه ساتل کیږي.

د زابل د امنیه قومندان له خوا په داسي حال کي د بې اسنادو موټرو د ثبت لړۍ پيل سوې ده چي تر دې مخکې پولیسو د تورو هیندارو لرونکو موټرو د ښیښو سپینول او ماتول هم پیل کړي دي.

د دې ولایت اوسیدونکي د نوي امنیه قومندان له کړنو خوښ دي اوزیاتوي چي له هغه راهیسي چي سمونوال مایار په دې ولایت کي خپله دنده پیل کړې ورسره د نا امنۍ پيښې او جرمونو راکم سوي دي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...