پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د هیواد امنیت او ژغورلو لپاره دي د ملي مشوري زمینه برابره سي

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، په هېواد کي امنیتي وضعیت ورځ تر بلي د کړکېچ لور ته روان دی، نو ددغه وضعیت د کنټرول او د هېواد د امنیت لپاره باید د ملي مشورې زمینه برابره سي.

نوموړي د ګردیز ښار پرونی برید غندلی دی او همدې برید ته په اشارې یې ویلي چې ترهګر پر هېچا او هېڅ شي رحم نه کوي، نو ځکه یې پر وړاندې جدي مبارزه په کار ده.

حامد کرزي ویلي د هېواد د ژغورلو یوازینۍ لار دا ده، چي ولس یوه ملي او سرتاسري مشوره وکړي او ټول په یوه خوله د هېواد د ژغورلو او امنیت لپاره غږ اوچت کړي.

هغه د ملي مشورې او د هېواد د امنیت لپاره د خلکو نظریات مهم بللي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...