د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري وویل په دغه آزموینه کي له ۱۵۸ زرو ډېرو زده کوونکو ګډون کړی و چي له دې ډلي څخه ۷۷،۸ فیصده کسان بریالي سوي.
د راپورونو له مخي، د خصوصي عالی تحصیلاتو موسسو ته د شامېلېدو په شرایطو برابر کسانو شمېر ۶۶۸۰۳ کسان دي.
تهمینه د عبدالصبور لور د کابل ولایت د افغان ترک له ښوونځي څخه د لوړو نومرو ۳۵۳ په اخیستو سره د کانکور اول نومره بلل سوې.
په همدې حال کي محمد عماد الدین له هرات ولایت څخه دوهم او مختار د کانکور درېیم نمره بلل سوی.
همداشان محمد هادي د دوست محمد زوی د کانکور څلورم او صفدر د محمد نعیم زوی د کانکور پنځ نمره بلل سوی.