د غزني ولایت د ښووني او روزني ریاست چارواکي وایي، په دې ولایت کي ۴۵زره ماشومان له زده کړو بې برخي دي

د یاد ولایت د ښووني او روزني ریٔس محب الرحمن انصار وویل، چي د ښوونځیو د نه موجودیت، په معارف کي د لوړ فساد، تودې جګړې او د پلرونو نه پاملرني له امله یاد شمېر ماشومان له زده کړو محروم دي.

د هغه په خبره، یاده ستونزه یې د ښووني او روزني وزارت، او نورو هغو نړیوالو ادارو سره شریکه کړي، چي په تعلیمي برخه کي د افغانستان د معارف مرسته کوي.

د هغه په خبره سږکال به د یادو ادارو په مرسته هڅه وکړي څو یاد ګراف تر ډېري کچي راټیټ کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...