په خوست کي په دوهمه ورځ هم د ګڼ شمېر سوداګرو او دوکاندارنو له لوري لاریونونه ترسره سول

راپور: سردار محمد زیارمل

یاد لاریون د خوست  د بلند منزولو لین پیل او د مستوفیت تر مقامه یې دوام وکړ .

دوی د کلکو امنیتي تدابیرو په لړ کي د کابل او خوست پر غځیدلي سرک پلي تګ روان او اړوند واټونه هم د ترافیکو پرمخ تړل سوي وو .

دسوداګرو او دوکاندارانو په خبره، چي له مخي به یې د تخته بيکي سیمې ۴۰۰۰ دوکانونه د یوې نوي داوطلبۍ پر بنسټ نوي کراردادي ته سپارل کیږي او له هغې وروسته به بیا دوی ته په لوړ قیمت ورکول کیږي.

لاریونوال وايي، چي دوی ته د کرایو لوړول د منلو وړ دي، مګر نوې داو طلبي ورته په ډېر لوړ قیمت تمامیږي.

دوی ویل، که یې غوښتني ونه منل سي، نو خپلو لاریونونو ته به تر پلازمیني دوام ورکړي.

بل لوري د خوست مستوفیت مقام وايي، چي ددوی پریګړه نهايي ده او هېڅکله هم دغه پریکړه بدلیدونکي نه ده.

دمستوفیت مسؤلینو په وینا، یاد لاریون د څو تنو معرضو اشخاصو کار یاد کړ او په وینا یې چي دوی ددولتي ځمکوغصب کول غواړي .

د یادولو وړده چي یادو اعتراض کوونکو سوداکرو او دوکاندارانو تر دې وړاندې هم څو، څو ځله اعتراضیه ناستي کړي دي ، مګر دا لومړۍ ځل وو چي په لاریونونو یې لاس پورې کړ .

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...