راپور: میلاد حمیدي
دوی دا خبره پر داسي مهال کوي چي ولسمشر درې میاشتې ضرب العجل ورکړی که بریالي نسي ګوښه به یې کړي.
خلک او د ولایتي شورا استازي وايي، که حکومت په حقیقي توګه کار وکړي د امنیتی تهدیداتو په کمښت کې مثبت رول لرلای سي.
د جلال اباد د امنیت په تړاو که دې وروستیو کي د خلکو اندېښنې زیاي دي نو ورسره جوخت ځايي د مسٔوولین ډاډ دا دی چي د امنیت ښه والي په موخه یې د ځانګړو پلانونو عملي کول پیل کړي.
د امینت امر وايي، د ښار د دروازه امنیتي تدابیر پیاوړي سوي او تر څنګ یې د شپې له خوا د ښار په مختلفو سیمو کې ګزمې او چیک پاینټونه کې زیاتوالی راغلی.
ښاریان وايي، دا څېر هڅي که همداسي دوام وکړي په ډاډه زړه خپلي چاري پر مخ بیولای سي.
د اولس استازي اوسنۍ نا امنۍ ته په اندېښنه کي دي خو هیله دا ده که حکومت په حقیقي شکل کار وکړي ستونزې حل کېدای سي.
ولسمشر ننګرهار ته د سفر پر مهال د امنیت برخه کي ځایي مسٔوولینو ته درې میاشتي ضرب العجل ورکړی وو که يې خوندي نکړ له دندو به یې لیري کړي اوس چي مسٔوولینو د جدیت وايي، به کتل سي چي ولسمشر ته څومره د قناعت وړ دي.