افغان ولسمشر اشرف غني نن په یوه کنفرانس کي د خبرو پر مهال وویل، چي په افغانستان کي د سولي لپاره هیلي ډېري سوې دي او حکومت د سولي په راوستو کي جدي دی او منظمي طرحي لري.
دده په خبره د سولي لپاره ددوی جوړي کړي طرحي وخت په وخت نه بدلېږي بلکي ثابتي تګلاري لري او پایلي ته به ورسېږي.
هغه زیاته کړې چي د سولي پروسې په لړ کي به ټولي هڅي دوامداره وي او په دې برخه کي نړیوال د افغانستان همکاران دي. ولسمشر غني پر وخت د ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار وکړ او وايي، د واک انحصار له منځه وړي او ولسواکۍ ته ارزښت ورکوي. هغه زیاته کړه چې د ملي یووالي حکومت تر ټولو ستر تمرکز پر سوله دی او په پوره زغم دغه لار تعقیبوي. ولسمشر غني د سولې په برخه کي د نړیوالو له ملاتړ مننه کړې ده او د جدي کنفرانس یې د افغان سولي لپاره خورا مهم وباله.
ولسمشر غني وویل، د جدي کنفرانس وښوده، چي اسلامي نړۍ افغان جګړه ناروا بولي او طالبانو ته هم په کار ده، چي نوره افغان وژنه بس کړي او د سولي لار خپله کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون