په کندهار کي د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوم لیکونکو شمیر پنځه لکو تنو ته رسیدلی دی

راپور: سید حمید هاشمي

د کندهار د ټاکنو کمیسیون ریٔس هاشم درانی وايي، چي د کندهار په یولسو ولسوالیو کي د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکونکو پروسه روانه ده خو په ښار کي پای رسیدلې.

د هغه په خبره په کندهار کي د ټاکنو لپاره د نوم لیکونکو ټول شمیر پنځو لکو کسانو ته رسیدل دي چي او دغه بهیر به د رواني سرطان میاشتي تر ۱۵ پوري دوام وکړي.

بلخوا درانی وايي، چي د نوم لیکني بهیر په شپږو ولسوالیو کي د ناامنۍ له امله دریدلي دي او پنجوايي ولسوالۍ کي بیا د ټاکنیزو پاڼو د خلاصیدو له امله دغه پروسه ولاړه ده.

د هغه په خبره په کندهار کي تر ډیره د مواد د خلاصیدو ستونزه موجوده ده چي دوی يې د هوارۍ لپاره له مرکزي ادارې سره شریکه کړې ده.

ددغه راز د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د کندهار څخه ۱۱۲ کسانو ځانونه نوماند کړي او د ولسوالیو شورګانو د ټاکنو لپاره بیا ۱۷۰ کسان نوماندان دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...