د زابل اوسیدونکي وایي، د دې ولایت ځینو سیمو ته انتخاباتي توکي نه دي انتقال سوي او زرګونه کسان له نوم لیکني محرومه دي 

راپور: نثاراحمد څپاند

په داسي حال کي چي د حکومت لخوا د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو اعلان سوی تاریخ ورځ په ورځ را نژدې کیږي خو لا هم د زابل په یو شمیر سیمو کي د ثبت نام مرکزونه نه دي خلاص سوي.

د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکي وایي، دایچوپان او خاک افغان هغه ولسوالۍ دي چي په لسکونو زره نفوس لري خو تر اوسه هلته د انتخاباتو کارمندان نه دي تللي او ثبت نام یې نه دی شروع کړی.

دوی وایي، هر افغان حق لري چي په انتخاباتو کي برخه واخلي او رایه ورکړي خو اوس چي د زابل په دوو ولسوالیو او یو شمیر نورو سیمو کی خلګ له نوم لیکني محروم دي دا د دوی لپاره د اندیښنې خبره ده.

د زابل مشران او عام خلګ وایي، دولت باید دغه ستونزه جدي وبولي او حل یې کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسٔولین که څه هم د ثبت نام په پروسه کي د خلکو ګډون بیساری بولي خو وایي، چي یو شمیر ستونزي هم سته.

د زابل د انتخاباتو د کمیسیون ریٔس قدرت الله نقشبندي وایي، د امنیتي مشکلاتو له امله دایچوپان او خاک افغان ولسوالیو ته د دوی کارکوونکي نه دي تللي خو په نورو ولسوالیو لسګونه زره ښځو نارینه و او کوچیانو ثبت نام کړی دی.

هغه وویل، که امنیتي ستونزي یې حل سي په ټولو محرومو سیمو کي د نوم لیکني د مرکزونو د پرانیستلو لپاره چمتوالی لري.

د زابل ولایت یو شمیر اوسیدونکي په داسی حال کي د رایه ورکولو له ثبت نام څخه د زرګونو کسانو د محرومیت په اړه اندیښنه ښیي چی د ولسي جرګې او ولسوالیو د شورا ګانو لپاره کاندیدانو ځانونه ثبت کړي او ژر به انتخاباتی مبارزه هم پیل سي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...