ددغه وزارت په خبرپاڼه کي راغلي، چي دا خبرې د افغان سولې لپاره د هڅو یوه برخه وه او دوی به ورته لیدنې دوامداره وساتي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل سوي، چي دغه خبرې څه وخت سوې دي خو وایي، ازبکستان د افغانستان د ثبات او سولې لپاره له ټولو هڅو ملاتړ کوي.
په خبرپاڼه کي وړاندې راغلي، چي د افغانستان د جګړې د حل یوازینۍ لار د سولې خبرې دي او ازبکستان له ژمنو سره سم په دې برخه کې همکاري کوي.
سرچینه زیاتوي، چې د تاشکند د کنفرانس او همدا راز د شانګهای سازمان کې له خبرو وروسته او د تماس ډلې له ژمنو سره سم ازبکستان د افغانستان په سوله کې همکاري کوي.
ازبکستان همدا راز د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند ستایلی دی او ددې اوربند دغځېدو غوښتنه یې کړې ده.