د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په وروستیو پنځو میاشتو کي ۲۸۵ زره افغانان له ایران خپل هېواد ته راستانه سوي دي

د دې سازمان په راپور کې ویل سوي، ډېر هغه افغانان چي بېرته ستانه سوي یا استول سوي، بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د روان مېلادي کال له پېل راهیسي ۱۲۰۰۰ بې اسناده افغانان بیا له پاکستانه بېرته ستانه سوي یا له هغه هېواده په زور ایستل سوي دي. د راپور په حواله، د اپرېل او مې میاشتو په اوږدو کې د ترکیې حکومت هم ۸۰۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان پخپل نوي راپور کي ویلي، افغانان داسي هېواد ته بېرته استول کېږي چي جګړه پکښي روانه ده، د ملکي خلکو ژوند خوندي نه دی او ډېر وګړي فقر ځپلي دي.

دېرش سلنه بېرته ستنې سوي کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري خو یوازي له اووه سلنه کورنیو سره د مرستو لپاره مالي امکانات موجود دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...