په بلخ ولایت کي ځایي چارواکي وایي، اغلي سادات وړمه شپه په مزار شریف ښار کي مړه سوې ده.
د بلخ ولایت چارواکي او د اغلي سادات کورنۍ ته نژدې سرچینې تائیدوي، چي نوموړې د زړه د سکتې له امله مړه سوې ده.
اغلي سادات په د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي او پوهني کمېسیون غړیتوب هم لرله.
د اغلي سادات د مړینې په اړه راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چي د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره چمتووالی دوام لري.
ټاکل سوې چي د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکني د روان زږدیز کال د اکټوبر په ۲۰مه نیټه ترسره سي.