امنیتي چارواکي وایي، پیښه نن سهار د بنې حصار په مربوطاتو کي رامنځته سوې ده او په ترڅ کي یو تن وژل سوی.
چارواکي زیاتوي،، چي د چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه درې نور کسان ټپیان هم سوي دي.
بلخوا راپورونه ښیي چي د برید هدف د لرغونپوهانو یوه موټر و چي له کابل څخه د لوګر ولایت په لور روان وو.
د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ تائید کړه چي یوه لرغونپوه په دغه چاودنه کې وژل سوی او دوه نور ټپيان دي.
د یاد وزارت ویاند صابر محد وایي، د لرغونپوهنو موټر چلونکی هم په دغه چاودنه کې ټپی سوی دی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودني مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.