په زابل کي دبې کارۍ او بې وزلۍ له امله لسګونه کسانو سوال ته مخه کړې

راپور: نثار احمد څپاند

کمزوری اقتصاد او بې کاري ددې لامل سوې چي دلته په زابل کی لسګونه کسان سوال مخه کړي.

ددې ولایت یوشمیر اوسیدونکي وایي، چي وروستیو حالاتو او کورنیو اقتصادي ستونزو دې ته اړ کړي چي په ښار کي د خلکو څخه دسوال په نامه څه راټول کړي دوی زیاتوي، چي د روژې مبارکي میاشتي په دې ګرمو ورځو کي ساعتونه ساعتونه ددولتي او غیر دولتي موسیساتو ادارو او شتمونو خلګو دروازې دسوال په خاطر ورټکوي خو څوک یې ږغ نه اوري.

دوب همدا ډول له اړوند مسٔولینو غوښتنه کوي چي له دوی سره دي مرستي وکړي .

په ورته وخت ددې ولایت چارواکي هم مني چي په دې وروستیو کي په دې ولایت کي سوالګر ډير سوې خو دوي یې لامل بې کاري او دخلکو کمزوری اقتصاد کڼي ددې ولایت دکار او ټولنیزو چارو سرپرست ریٔس حمیدالله منصف وايي، دا مهال یې دیوه سروې جریان لري، ترڅو غریبې او بې وزله کورني په ګوته او ورسره دولایت مقام او خیریه موسیسو په همکاري ورسره مرسته وکړي.

نوموړی وايي، پلان لري چې دغریبو او بې وزلو ماشومانو لپاره په دې ولایت کي روزنتون جوړ کړي چي ورسره به هم دغریبو کورنیو ماشومان زده کړي وکړي او هم ورسره دوامداره مرستي وسي.

دیادونی وړده چي دزابل محلي چارواکي په داسي حال کي دغریبو او بې وزلو کسانو سره دمرستي ژمني کوي چي وړاندي تر دې هر کال د دولتي او غیر دولتي موسیساتو له خواه د روژې په میاشت کي له دغو کورنیو سره دخوراکي او غیر خوراکي توکو مرستي ترسره کېدلې.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...