راپور: نثار احمد څپاند
دغه ۳۶ تنه چي د یوه کال په موده کي د افغان اکاډمۍ له خوا روزل سوي، تیره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کي فارغ او ژمنه یې وکړه چي د خپلو زده کړو له لاري به هیواد او خلکو خدمت وکړي.
دفراغت غونډي پرمهال دافغان اکاډمۍ مشر نور اغا نوري وويل، چي دوى وړاندي تردې هم درې دورې لسګونه ځوانان دانګليسۍ ژبي په برخه کي ټولني ته دخدمت په موخه وړاندي کړي.
نوري له مشرانو او ځوانانو وغوښتل ،چي راسره مرسته وکړي ؛ ترڅو زابلي ځوانان په عصري ژبه سره سمبال کړو.
په ياده فراغت غونډه کي، چي لسګونو ځوانانو او قومي مشرانو ګډون یادو شاګردانو دخبرو پرمهال له يادې اکاډمۍ څخه دانګليسي ژبي په برخه کي د لسګونو ځوانانو او ماشومانو په فراغت سره د خوښۍ ښودلو ترڅنګ ټولو فارغينو ته مبارکې ورکړه .
دوی وویل، ټول افغانان باید تعلیم ته مخه کړي ځکه له جګړو، بې اتفاقي او موجودو ستونزو د خلاصون یوازنۍ لاره تعلیم ده او دولت هم باید په دې برخه کې لازمه توجه وکړي.
د غونډې په پاى کي ديوشمير مشرانو او ځوانانو په لاسونو فارغينو ته دفراغت سندونه ورکړل سول، په زابل کي د افغان اکاډمی له خوا په داسی حال کي لسګونه ځوانانو ته د انګلیسي ژبي معیار زده کړي ورکول سوې ده، چي تر دې وړاندي د هیواد اکاډمۍ له خوا هم دوې دورې شاګردان د کمپيوټر او انګلش له کورسونو فارغ سوي دي.