د هلمند د سولي غوښتونکي ځوانان تر کندهار رارسیدلي دي

راپور: سید حمید هاشمي

دوی د جګړې د پای ته رسولو په موخه له هلمند پلي سفر پیل کړي او غواړي چي په همدي ډول تر کابله ولاړ سي.

دوی د جګړې له ښکلیو خواوو غواړي چي نور جنګ او د افغانانو وژنه بس کړي.

دا د هغو لاریون کوونکو ځوانانو ډله ده چي له هلمنده يې خپل سفر پلي پیل کړی او غواړي چي په همدي ډول د سولي په موخه تر کابله ولاړ سي.

دغه اته کسیزه سوله غوښتونکي ډله چي د تیرو څلورو ورځو او شپو راهیسي يې سفر پیل کړی تر سختي ګرمۍ او ستړیا وروسته اوس د کندهار تر ژیړۍ ولسوالۍ پوري رارسیدلي دي.

دوی وايي، که څه هم تر کابله په پلي ډول تګ خورا سخت کار دی، ولي د بې ګناه افغانانو وژنه او رواني جګړې نور خلک ستړي کړي او د مخنیوي لپاره يې دوی هر ډول قرباني ته چمتو دي.

ددغه کاروان یو بل غړی سردار محمد هغه کس دی چي په یوه پښه معلول دی او د سولي لپاره له هلمنده تر کابله پر لکړو ځي.

دی وايي، خلک نور له جنګه ستړي دي او ډيره قرباني هم دوی ورکوي ځکه نو حکومت او طالبان دي نور اوربند اعلان کړي او خلک دي ارام ژوند کولو ته پریږدي.

تر دې مخکي په هلمند کندهار کابل او ځینو نورو ولایتونو کي عامو خلکو  د جګړې د پای ته رسولو په موخه خیمې هم درولي وي او  ځینو يې د نه  خوړو اعتصاب کړی وو ولي دسولي هغه هیله چي دوی له حکومت او طالبانو درلوده پوره نه سوه.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...