په زابل کي لسګونو کورنیو ته د اقتصادي ودي او کار و بار لپاره اړین توکي ورکول سول

راپور: نثار احمد څپاند

دغه د کار وبار وسایل د ولایتي ادارې په غوښتنه د ملګرونو ملتونو د مهاجرت د نړیوالي ادارې له خوا برابر سوي چي څوارلس ښځو او څوارلس نارینه و ته ورکړل سول تر څو له دې لاري خپل ژوند پر مخ بوزي.

د زابل والي خیال محمد حسیني وايي، دوی هڅه کوي خپل کار او سوداګري ولري او له دې لاري خپل اقتصادی ستونزي حل کړي ځکه نو ورته د خیاطي ماشینونه، چرګان، د دوکاندارۍ وسایل او نور تجارتي اسانتیاوې ورته برابرې سوي.

نوموړي وویل، د حکومت  او نورو مرستندویه ادارو له د مرستو څخه د خلاصیدو غوره لاره سوداګري ده او دوی به هڅه وکړي چي په راتلونکي کي هم دا ډول مرستې پیدا کړي او هغو خلکو ته یې ورسوي چې غواړي کار وکړي.

پر همدې مهال د زابل ولایت د ښځو چارو د ریاست ریسه صدیقه جلالي وايي، له مېرمنو سره باید لا زیاته مرسته وسي تر څو هغوی له کورنۍ سره اقتصادی مرسته وکړي .

نوموړي وویل، د اسلام په مبارک دین کې ښځو ته د تجارت اجازه ورکول سوې ده او د زابل میرمني هم د دې وړتیا لري چي پر خپل ځان بسیا سي هم ټولني ته خدمت وکړي او هم حلاله ګټه تر لاسه کړي .

د زابل ولایت یو شمیر اوسیدونکي چې دغه مرسته یې تر لاسه کړې ده وايي، مخکی یې ګڼي اقتصادي ستونزي درلودي خو اوس به هڅه وکړي له دې لاری خپل کار و بار پيل کړي.

دوی وايي، چي هڅه به وکړي له ورکول سویو وسایلو او چرګانو سمه استفاده وکړي خو لا هم د حکومتي ادارو مرستو او مشورو ته اړتیا لري.

د زابل ولایت په مرکز کي په داسي حال کي لسګونو میرمنو او نارینه و ته د کار کولو او سوداګرۍ لومړني امکانات برابریږي چي په هېواد کي د وزګارو کسانو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږی او د ځايي اوسیدونکو په خبره دا ډول عادي مرستي د سالم مصروفیت او ثبات لپاره خورا ګټوري دي او ګڼ کسان له بې روزګارۍ او د نورو له احتیاجه خلاصوي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...