په کندهار کي د کتاب لوستلو نړیواله ورځ لمانځل سوه

راپور: محمد یار مجروح

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسٔوولین وايي، د کتاب لوستلو د دود عامېدو لپاره پر ځانګړو پلانونو کار کوي.

دغه ورځ هر کال د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کي مطالعې ته د خلګو د هڅوني په هدف لمانځل کیږي.

که څه هم نن د کتاب لوستلو نړیواله ورځ ده خو په افغانستان کې لاهم ډیری خلک کتاب نه لولي، مسٔوولین يې بې سوادي، نا امني، بې وزلي او د زده کړې ټيټه کچه اصلي لاملونه بولي.

د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریٔس فضل الباري بریالي د کتاب د ورځي په لمانځ غونډه کي وویل، د کتاب لوستلو د دود د عامیدو لپآره پر ځانګړو پلانونو کار کوی.

ده زیاته کړه، د کتابونو دلاس رسي لپاره به د کندهار ښار په مختلیفو برخو کي غرفې جوړي کړي.

پر همدې مهال د کتاب د ورځي په لمانځ غونډه کي ګډونوالو پر دې ټنګار وکړ چي د کتاب لوستلو او تشویق لپاره دي بیلابیل پروګرامونه جوړ کړل سی.

د ګډون والو په وينا د پرمختللو ټولنو او هیوادونو دپرمختګ راز په همدې کي دی چي هغوی په بېلابيلو برخو کي مطالعه کړې او دخپل مسؤليت پر اساس يې ټولني ته کار کړی دی.

د ځینو څېړونکو په وینا افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چي د کتاب لوستلو دود ورځ په ورځ په کښې کمزوری کېږي، او د مطالعې مینه وال د اقتصادي ستونزو له امله نه سي کولای د خپلې خوښې کتابونه تر لاسه کړي.

د هیواد په کچه په ځانګړې توګه د کتابونو په لیکلو او لوستلو کي د مېرمنو ونډه کم رنګه ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...