حکومت د هوايي دهلیزونو له درکه میلیونونه ډالره زیان کړی دی
د راپورونو له مخي له کومې ورځي چي حکومت د هوایي دهلیزونو پرانیسته کړې ده، تر دې دمه یې له دې درکه ۹۰ میلیونه ډالره زیان کړی دی.
د هوکړي له مخې هره کیلو وزن د هوايي شرکتونو له لوري په نيم ډالر لیږدول کیږي چې ۳۰ سنټه یې حکومت او پاتې یې پانګه وال ورکوي، له همدې امله حکومت ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.
د سوداګرۍ خوني مرستیال خان جان الکوزي وویل، چي د کندهار-ډهلي، کابل-ډهلي او کابل-الماتا د هوايي دهلیزونو له لارې درې زره ټنه توکي صادر یوي دي چي له همدې امله حکومت ۹۰ میلیونه ډالر ددغه توکو پر لیږد لګولي دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د هوايي دهلیزونو له لارې د توکو یږد غیر منطقي، ګرانبیه او د هیواد په زیان بولي.
خو حکومت تل د خپل دغه کار ستاینه کړې ده او هغه یې پر ځای ګام بللی دی..