راپور: غلام فاروق رسولي
په هرات ولایت کي د ټاپي پروژې په پرانیستل کیدو سره د پانګوالو لیوالتیا په دې ولایت کي د پانګه اچوني لپاره زیاته سوې.
تیره ورځ د دې ولایت په صنعتي ښارګوټي کي درې نوي کارخوني پرانیستل سوې.
پر دې کارخونو چي ۹ ملیونه ډالره پانګونه د خصوصي سکتور لخوا سوې، د سلګونه کسانو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.
دا کارخوني په هرات ولایت کي په داسي حال کي پرانیستل کیږي چي د کارکونکو د نړیوالی ورځي په مناسبت په دې ولایت کي یو شمیر خلګو د کار نشتون له کبله لاریون تر سره کړ او حکومتي چارواکي یې په فساد او تشو ژمنو ورکول تورن کړل.
حکومتي چارواکي هم د بیکارۍ د ډیریدو پخلي کوي خو وایي، پلان لري چي د خصوصي سکتور په هڅولو او د پانګوني لپاره د زمینې په برابرول سره د دې ستونزي سره مقابله وکړي.
د بلي خوا د چارو یوشمیر شنونکي په دي آن دي چي د بیکارۍ ډیروالی د دې لامل کیږي چي د استخباراتي او وسله والو کړيو لپاره زمینه برابره سي تر څو خپلو شمو موخو ته د رسیدو لپاره د دې بیکاره کسانو څخه ګټه پورته کړي.
د نوي اعلان سویو شمیرو پر بنسټ چي د کارکونکو د ملي اتحادیې لخوا اعلان سوي راغي چي په هیواد کی شاوخوا ۴۰ سلنه د کار وړ کسان بیکاره دي او هره ورځ د دې کسانو شمیر مخ پر ډیریدو دی.