په کندهار کي د بټيو دود او نورو مضره پدیدو د ښار فضا ککړه کړې ده

د کندهار ښار د نژدې سیمو بټیو که له یوې خوا تاوانونه پیښ کړي خو له بلي خوا يې په سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.

دا مهال د کندهار ښار د ډنډ او شاوخوا سیمو ډيري برخو د خښتو بټیو پوښلي مسؤلین يې وايي، لسګونه خلکو ورسره کار کوي او  د خپلي کورنۍ لپاره مزدوري کوي.

دوی وايي، که حکومت په لیرو سیمو کي ورته د مځکي امکانات برابر کړي مجبور دي چي د ښار له نژدې سیمو څخه لیرو سیمو ته خپلي بټۍ انتقال کړي.

په بټيو کي لګیا کارګر وايي، له نورو ولایتونو څخه دلته په مزدورۍ پسي راغلي .

دوی وايي، کندهار غټ ولایت دی او د کار وبار لپاره مساعد چاپیریال لري.

خو په بټيو کي په درنو کارونو له ماشومانو څخه استفاده د ټولني راتلونکي ته زیان پیښ ولایسي.

د بشري حقونو ټولنه وايي، پر ماشومانو درانه کارونه د هغوی راتلونکی له ستونزو سره مخ کوي.

له سواده پاتیږي او په جلدي لحاظ هم هغوي ته زیان لري.

د کندهار د عامي روغتیا مسؤلین بیا د صحت له نګاه دود مضر بولي او زیاتوي، چي دغه دود له ځان سره رنګ رنګ ناروغۍ راوړي.

د یادوني وړ ده چي دا مهال په کندهار په په سلګونه لوي او کوچنۍ بټۍ فعالیت کوي چي د چاپیرال لپاره مضره بلل کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...