د بخښني نړیوال سازمان وايي، چي ترکيې زرګونه افغانان په زوره له خپل هیواد څخه ایستلي

د بښنې نړیوال سازمان وایي، ترکیې زرگونو هغه افغانان چې یاد هېواد ته تللي د روانې میاشتې له لومړیو بېرته افغانستان ته استولي او زرگونو نور هم د بیرته لیږلو له گواښ سره مخ دي.

د بخښني نړیوال سازمان د ترکیې رسنیو او چارواکو له لوري د ورکړل سویو شمیرو له مخې وایي، د اپریل د میاشتې له لومړیو چي افغانستان او ترکیې د افغانانو د بیرته استولو تړون لاس لیک کړی شاوخوا ٧١٠٠ افغانان په ترکیه کي نیول سوي او بیرته افغانستان ته ستانه کړای سوي دي.

د بخښني نړیوال سازمان وایي، دغه افغانان په افغانستان کي له خطر سره مخ دي او ترکیې باید یاد کار نه واي کړي.

ترکي چارواکو ویلي، چي افغان پناه غوښتونکي په خپله خوښه هیواد ته ستنیږي، خو د بخښنې نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې افغان کډوال د ترکي چارواکو له لورې اړ ایستل کېږي چې ترکیه پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...